اسلام آباد 28 فروري(اے پي پي) پخواني وزيراعظم او د قامي اسمبلۍ غړي راجه پروېز اشرف وئيلي دي جنګونه د مسائلو حل نه لري٬ په خبرو اترو كشالې لرې كېږي ٬ نن يو ځل بيا د پاكستان لخوا هند ته د امن پېغام وركړې شوې كوم چې خوشبينه دے٬ مودي انتها پسند دے٬ ګردې نړۍ له دې ته كتل پكار دي چې د هند نيوكليئر وسله دا مهال د يو انتها خوښي په لاسو كښې ده٬ هندې خارجه وزيرې له د او آئي سي په بلنه احتجاج پكار ٶ خو د غونډې بائيكاټ نه ۔ د زيارت په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپ??ې وېنا كښې راجه پروېز اشر ووئيل په دې مهمه موقع د 22 كروړه اولس د دانش علامت پارلمان د هېواد د جذباتو عكاسي كوي۔ ده ووئيل د نيمې وچې بد مرغي ده چې دواړه هېوادونه د مسئلو او ستونزو سره مخ دي او د كشمير كشاله د دې مسئلو او ستونز بنيا??ي سوب ده ٬ ده ووئېل دا نړيوالو قامونو او يو اېن لپاره يو چېلنج دے ۔ ده ووئيل د فرورۍ په 26مه نيټه چې كومه پېښه شوې او هند چې درې لپاره كوم جواز جوړ كړې ھغه ډېر مضحکه خیز دے، پاکستان پخپله ترهګرۍ سره مخ دے٬ زمونږ بازار ٬ جومات ٬ درمسال او كل??سې محفوظې نه دي٬ مونږ په دې جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې۔ ده ووئيل پاكستان له خپ??ه بيانيه د نړۍ په وړاندې اېښودو لپاره اقدامات كول پكار دي۔ ده ووئيل د پاكستان غبرګون جائز ٶ٬ وسله والو ځواكونو چې څنګه د خوږ هېواد دفاع كړې ٬ دې سره ئې هند له باور ركړې چې مونږ امن غو??ړو خو كه څوك زمونږ خپ??واكي چېلنج كوي نو مونږ بشپړ ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل زمونږ افسرانو او ځوانانو دا كارنامه ترسره كولو سره ټوله نړۍ اريانه كړې ٬ مونږ د لوې تباهۍ نه غېر خپ?? هدف ترلاسه كړې ځكه چې پاكساتن اړې ګړې او تاٶ تريخوالې نه غو??ړي۔ راجه پروېز اشرف ووئيل جنګونه د مسائل حل نه لري