اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ټول عمري افغانستان كښې امن غوښتلې۔ افغان مفاهمتي عمل يواځې د پاكستان نه بلكې د ټولو همكارانو د ګډې ذمه واري ده۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده وو??يل امریکا، افغان حکومت او نورو سيمه ايزو طاقتونو له به افغانستان كښې تلپاتي امن په ځائې كولو له خپل بشپړ كردار ترسره كول وي۔ ده وو??يل امريكا ته مو ښكاره وئيلي چې يواځې په پاكستان ذمه واري اچول سم نه دي بلكې افغان مفاهمتي عمل كښې به امريكا او افغانستان له هم خپل كردار ترسره كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل پرون هم چين سره زمونږ مثالي اړيكې وې او نن هم مثالي دې دې كښې كوم بدلون راغلې نه دې بلكې دا مخ په وړاندې روانې دي۔ ده وو??يل د پاكستان تحريك انصاف حكومت ټولو خليجي هېوادونو سره اړيكې لا مستحكم كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د هېواد معيشت استحكام لپاره پاكستان كښې خاص اقتصادي زونز جوړولې شي په كومو كښې چې د سعودی عربستان په شمول ملائشیا او متحدہ عرب مارات او نورو هېوادونه سرمايه كاري كولې شي۔ پاكستان دغې هېوادونو ته هركلې وائي۔ ده وو??يل دې سره به د روزګار پراخا موقعې رامخې ته شي۔