اسلام آباد ۔ 16 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د آرمي پبلك سكول پېښور څلورم تلين په مهال خپل پېغام كښې وئيلي دي د پېښور پېښې د تلين ورځ نړيوالې ورورولۍ ته دا په ګوته كوي چې ترهګري زمونږ د ټو??و شريك دښمن دے او مونږ له به په ګډه ددې په ضد جنګ كول وي۔ په ننۍ ورځ به مونږ له د ترهګر لعنت نوغي ويستلو او د امن بحالۍ له د امنيتي ځواكونو قربانيو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كول وي۔ د اتوار په ورځ خارجه دفتر څخه د جاري كړې شوي بيان ترمخه د آرمي پبلك سكول پېښور پېښی څلورم تلين په مهال خپل خاص پېغام كښې خارجه وزير وو??يل زمونږ خواخوږۍ او دعاګانې د آرمي پبلك سكول شهيدانو كورنيو ٬ ملګرو او خپلوانو سره دي۔ ده وو??يل 16 دسمبر كال 2014 يوه توره ورځ وه كله چې 130 څخه د زياتو كوچنيانو او قيمتي ځانونو زيان شوې وو۔ ددې پېښې غم او ??كل??ف نن هم د اولس په ذهنونو كښې هغسې تازه دے۔ ده وو??يل په ننۍ ورځ به مونږ له د ترهګرۍ لعنت نوغي ويستلو او د امن بحالۍ له د امنيتي ځواكونو قربانيو ته هم د عقيدت پېرزوينې وړاندې كول وي۔ ده وو??يل مونږ له به نن ددې لوظ پخلې كول وي چې دا ډول پېښه يو وارې بيا رامخې ته نه شي دغسې چې زمونږ كوچنيان او راتلونكې نسل امن سره ژوند وكړې شي او له كومې ويرې لرې خپل خوبونه ريښتيا كړې شي۔ ده وو??يل مونږ كله هم د خپلو كوچنيانو قرباني هېرولې نه شو۔ تل دې وي پاكستان