د حك??مت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم نجي چېنل سره خبرې
اسلام آباد ۔20 اکتوبر(اے پی پی) د حك??مت د اقتصادي او توان چارو وياند ډاكټر فرخ سليم وئيلي دي د وزيراع??م عمران خان د سعودي عربستان دوره په سم لوري يو مثبت ګام دے۔ دا دوره به د قامي مفادو او اقتصادي څانګو په ګټه وي۔ يو نجي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم به د سعودي عربستان باچا شا?? سلمان په خاص بلنه د روانې مياشتې به 23 مه نېټه ??ياض ته ځي چرته به چې هغه د سباؤن سرمايه كارۍ سره اړوند درې ورځنې كنفرنس كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف ته تلو نه غوره دا ده چې د ملګرو هېوادونو مرستې ترلاسه كولو آپشن وكارولې شي۔ ډاكټر فرخ سلیم ووئيل په موجوده معاشي ستونزه كښې پاكستان د خپلو مخلص او ريښتنې ملګرو مرستې ته اړتيا لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د وزيراع??م عمران خان د سعودي عربستان دوره به د هېواد مفادو لپاره ډېره ګټوره وي او په دې بايد څوك ټكونه ونكړي ولې چې پاكستان خپلو ګاونډي هېوادونو سره سولييزې اړيكې غواړي۔ او دا اړيكې بايد د برابرۍ په كچه وي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حك??مت آئي اېم اېف ته تلو څخه د ډډې كولو ټولې ممكنه هڅې كوي او دې ته د تلو په ځائې سعودي عربستان ٬ چين او نورو خليجي هېوادونو پلو روان دے دغسې چې د غېر ملكي زرمبادله پنګې مستحكم شي۔ ده ووئيل پاكستان په اسلامي نړۍ كښې يو خاص مقام لري او دا خبره د خوشحالۍ ده چې سعودي عربستان به د موجوده حك????ت په دې دور كښې خپلو اړيكو ته نوره هم وده وركړي۔