اسل??م آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره ?? سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير ډاكټر عواد بن صالح العواد د اتوار په ورځ ملاقات وكړو او ده ته ئې د وزارت عظمی منصب په سنبالو د سعودي مشرتابه لخوا مباركي وركړه۔ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير د پاكستان اولس او حكومت سره ?? سعودي مشرتابه لخوا د يو والي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان د نېكو هيلو په څرګندونه د خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز او د ولي عهد محمد بن سلمان بن عبد العزيز مننه وكړه۔ وزیراعظم د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځ?? د ??ضبوطو دوه اړخيز اړيكو په حاجت زور راوړلو سره ??ا پائيدار ٬ پراخه بنياد لرونكي او په بشپړه همكارۍ اډانه كوؤنكي وګرځول۔ په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره ??ه دوه اړخيزه مرستې له په بېلو څانګو كښې د لا پېش رفت په حاجت زور راوړو۔ ده سعودي اولس او نجي څانګې ته پاكستان كښې پټروليم ٬ لائيو سټاك ٬ توان او د كركيلې په څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزير د ستمبر په 7 مه نېټھ په دوه ورځنۍ دوره ??سل??م آباد ته راغلې وو۔ ده د قومي اسمبلۍ سپيكر ٬ خارجه وزير ٬ د پوځ سرلښكر او خپل پاكستاني همڅنګ سره ملاقاتونه وكړل۔ خپل همڅنګ فواد حسېن سره ملاقات كښی ده د ??يډ??ا په كچه د اړيكو لا زياتولو په حاجت زور راوړو۔ ده د اتوار په ورځ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سوګند پورته كولو دستوره كښې هم ګډون وكړو۔