پېښور 02 اګست (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډمهاله وزیر اعلیٰ جسټس (ر) دوست محمد خان د ټانك ??وه?? كمشنر كرامت د نامعلومو كسانو په ډزو د وژنې غندنه كړې ده ۔ د غندنې خپل پېغام كښې اعلٰې وزير په پېښه كښې د شهيد شوي ??وه?? كمشنر لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ اعلٰې وزير ضلعي انتظاميې څخه د پېښې په سمدستي توګه راپور طلب كړې۔ ده امر وكړو چې تورن دې انصاف سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل د اولس د خدمت كوٶنكي كسان ترهګرۍ سره مخ كول غېر انساني فعل دے او د دې چې څومره غندنه وكړې شي لږه ده