اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د تعليم او وظيفه چارو د تربيې لنډمهاله وزير محمد يوسف شېخ په مشرۍ كښې د نېشنل اېجوكې??ن فاٶنډېشن (اېن اي اې??) د بورډ اف ګورنرز 23مه غونډه د شورو په ورځ وشوه ۔د غونډې په مهال وفاقي وزير ته د اې?? اي اې?? چارو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير فاټا ٬ ګلګت بلتستان٬ آزاد كشمير او اسلام آباد كښې په سركاري او د نجي څانګې اشتراك د لارې د معياري تعليم ودې لپاره د نېف د اقداماتو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير ته ووئيل شول نېف د فېډرل ګورنمنټ ټيچرز مالي معاونت او د ھغوي ماشومانو ته سكالرشپ وركولو لپاره سكالرشپس او د مالي معاونت پروګرام هم چلوي۔ په غونډه كښې د اې?? اي اې?? سكالرشپ او د مالي معاونت ترميم شوې پاليسۍ منظوري وركړې شوه۔ وفاقي وزير امر وكړو چې د اې?? اي اې?? د اې?? ډي په چوكۍ ټاكنو لپاره د هېواد پ?? ځانګړې ورځپانو كښې اشتهارونه وركړۍ۔ په غونډه كښې د بي او ډي د 22مې ??وندې د مسودې توثيق هم وشو