بيجنګ 06 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به آسيا لپاره باؤ فورم كلنه غ??نډ?? كښې ګډون له(سبا)د اتوار په ورځ چين ته ځي۔سركا??ي ذريعو له مخې خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال او د برېښنا وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري به هم وزيراعظم سره ملګري وي۔ وزيراعظم به باؤ فورم ته خطاب او د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كښې هغه سره پھ دوه اړخيزه٬سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيال??تو څرګندونه كوي۔وزيراعظم ته د 8 نه تر 11 اپرېل آسيا لپاره باؤ فورم كښې د ګډون كولو بلنه وركړی شوې ۔سږ كال د فورم سرخط”لويې څوكالۍ لپاره آزاد او ا??تراعي آسيا”اېښودې شوې۔فورم ته به د آسټرېليا اولس مشر اليګزينډر وان ډير بيلين٬د فلپائن اولس مشر روډ ريګوډ يوټرټ٬ د منګوليا وزيراعظم يوخاجن كورل سوك٬د هالينډ وزيراعظم مارك روټ٬د سنګاپور وزيراعظم لي سين لونګ٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټونيو ګوئټرېش او د نړيوال مالياتي فنډ منيجنګ ډائرېكټر كرسټيان لاګارډ خطاب كوي۔فورم ته خطاب كونكې لارښود به د دوه اړخيزه٬ګڼ اړخيزه مرستې٬په ښه حكمرانۍ٬معيشت او تجارت پھ اړه د مهمو چارو جاج اخلي او په هغې به د خيال??تو څرګندونه كوي۔د چين اولس مشر شي جن پنګ به فورم ته خطاب كښې د چين معيشت لا آزادولو په اړه د اقداماتو ا??لان هم كوي۔هيله ده فورم كښې به 200 څخه زيات مندوبين ګډون كوي