اسلام آباد 22 مارچ (اے پی پی) د پاكستان قرارداد 78 كاله په تر سره كېدو(نن)د جمعې په ورځ د پاكستان و??ځ په رواياتي جوش او ولوله او د قرارداد تر مخه هېواد د عظيم څخه تر عظيم جوړولو عزم سره لمانځلې شي۔د ??اكستان و??ځې مركزي دستوره به پرېډ ګراؤنډ كښې سهار 9 بجې پیل كېږي چې پكښې به د وسله والو ځواكونو چټك ډلې سلامي كوي۔د دستورې مشر مېلمه به اولس ??شر ممنون حسېن وي دغسې دستوره كښې به وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬سروسز چيفس٬وفاقي وزيران٬غېر ملكي سفارتكار او نور كسان ګډون كوي۔په دې موقع به پاك فضائيه د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كوي دغسې په ټول هېواد ګښې به عامه رخصتي وي۔د ??اكستان و??ځې په موقع به په ايوان صدر كښې خاص دستوره كېږي چې پكښې به په بېلو څانګو كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو مهمو شخصياتو له ا??زا??ات وركولې شي د دې نه علاوه د ورځې پېل به په پايه تخت كښې د 31 او صوبائي سرښارونو كښې د 21 ٬ 21 توپو سلامۍ نه كېږي۔پرېډ كښې به د متحده عرب امارت٬بينډ ډله هم ګډون كوي۔پاكستان و??ځ پرېډ كښې د اوښانو ډله هم شامل كړې شي٬د دې نه علاوه ګرلز ګائيډز او په وسله وال ځواكونو كښې شاملې د مېرمنو ډله به هم پرېډ كښې برخه اخلي۔د ??اكستان و??ځ په موقع به د اولس ??شر او وزيراعظم پشمول د مهمو شخصياتو پیغامونه شائع كولې شي۔ورځپاڼو او ټي وي چينل به پھ دې اړه خاص پروګرامونه نشر كوي