اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي چې وفاقي حكومت د بلوچستان اولس پرمختګ او خوشحالۍ ته ??ل پام كړې٬بلوچستان ډېرې قدرتي وسيلې لري٬ډېر زر به دا د ټولو نه زياته پرمختللې سيمه جوړه شي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د بلوچستان د مستونګ كېډټ كالج د زده كونكو پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم زده كونكو سره په خبرو كښې ووئيل چې د اتلسم بدلون نه پس د اولسي خذمت زياتره ادارې صوبو ته منتقل شوي دي خو سره د دې هم وفاقي حكومت تل د ص??بې او د دې اولس پرمختګ اهميت وركړې۔وزيراعظم ووئيل چې بلوچستان د تېل٬ګاز٬معدنياتو٬قيمتي دهاتونو او د بندر ځاې پشمول ډېرې قدرتي وسيلې لري او ډېر زر به دا د ټولو نه زياته پرمختللې سيمه جوړه شي۔ده زده كونكو ته هدايت وكړو چې خپل پام دې تعليم او كار ته وګرځوي او وې وئېل چې زده كونكو ته ??ه د پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان خذمت لپ??ره خپل تعليم او كار ته پام كول وي۔پھ دې صورت كښې هغوي ښه پوزيشن ترلاسه كولې شي او د ص??بې خذمت به وكړی شي۔وزيراعظم په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د مستونګ كېډټ كالج زياتره زده كونكي وسله والو ځواكونو كښې ګډون كوي او د هېواد خذمت كوي۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او د قامي ??سمبلۍ غړې شنزه فاطمه خواجه زده كونكو ته ?? حكومت د انتظامي چارو په اړه بريفنګ وركړو۔زده كونكو د وزيراعظم د دفتر د بېلا بېلو برخو دوره وكړه