م??ان??الي 10 فروری (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے٬ د جمهوريت تسلسل سره به هېواد پر??ختګ وكړي٬ د كال 2018م نه پس به هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت جوړېږي٬ د اوسني حكومت په دور كښې شوې پر??ختيائي كار په 65 كلونو كښې هم نه دے شوے٬ د سېنېټ په ټاكنو كښې ضمير خرڅوونكي د اولس استازي نه شي كېدے٬ په هارس ټرېډنګ كښې ككړ خلق به په ??اګه كوو٬ نن هر چا ت?? د ??وئي ګېس كنكشن وركول كېږي٬ په سي اېن جي سټېشنو اوږد قطارونه ختم شوي٬ په هېواد كښې به د چترال نه واخله تر ګوادر د ګاز٬ برېښنا٬ لويو لارو٬ صنعتونو او روغتونونو پشمول نورې پر??ژې ترسره كولې شي٬ د حسن ابدال نه تر ډيره اسماعيل خان د موټروے پر??ژې ترسره كېدو سره ب?? د ??يمې تقدير بدل شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د م??ان??الي په عيسٰي خېل تحصيل كښې د ګاز پر??ژې پرانستې نه پس اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ غونډې ت?? د ??ېن اے 71 څخه د قومي اسمبلۍ غړي عبېدالله شادي خېل هم وېنا وكړه۔ په غونډه كښې د قومي اسمبلۍ غړو سردار ممتاز ټمن٬ جاوېد اخلاص٬ صوبائي وزيرانو راجه اشفاق سرور٬ تكمين نيازي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود حنيف عباسي٬ انجم عقيل او صديق الفاروق هم ګډون وكړو۔ غونډې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې عيسٰي خېلو ته په راتګ ډېر خوشحاله شوم٬ عبېدالله شادي خېل او مونږ 25 كاله يو ځائ سياست كړے٬ په دې سيمه كښې د سوئي ګېس د پر??ژې په پرانسته كولو ډېر خوشحاله شوم٬ په پنجاب كښې د سوئي ګېس لويه پر??ژه ده په كومه به چې دوه اربه دېرش كروړه روپې لګښت راځي۔ د اېن اے 17 ټولو كورونو ته ګاز وركول زمونږ پلان دے۔ ده ووئيل چې دا د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت او د نواز شريف كارنامه ده٬ كله چې زمونږ حكومت راغلو نو هغه وخت د ګاز په نويو كنكشنو بندېز و٬ نن چې څوك هم كنكشن ته اړتيا لري٬ وركول كېږي٬ په سي اېن جي سټېشنو لوي قطارونه ختم شوي دي٬ د كال 2013م په ټولټاكنو كښې چې اولس كوم مېنډېټ ﴿ن﴾ ليګ ته وركړے و٬ دا ئې خواږه دي۔ نن د اربونو روپو موټروے په دې سيمه كښې جوړېږي٬ د حسن ابدال نه تر ډېره اسماعيل خان د موټروے پر??ژه په وروستي پړاؤ كښې ده٬ دې سره ب?? د ??يمې تقدير بدل شي۔ د سيمې خلقو ته په روزګار په لاس ورشي٬ ده ووئيل چې په هېواد كښې به د چترال نه واخله تر ګوادر د ګاز٬ برېښنا٬ لويو لارو٬ صنعتونو او روغتونونو پشمول نورې پر??ژې په نظر راشي۔ دا اولس لپاره د نواز شريف او د﴿ن﴾ ليګ ډالې ده۔ وزيراعظم ووئيل چې د كال 2013م نه وړاندې په پنځه شپېته كلونو كښې دومره كار نه دے شوے څومره چې په دې پنځو كلونو كښې شوے٬ دا د ووټ كاميابي ده٬ د كال 1999م نه تر كال 2008م په هېواد كښې امريت و او د كال 2008م نه تر كال 2013م د پيپلز ګوند حكومت و خو زمونږ د دور د پر??ژو مقابله نه شي كېدے۔ ده ووئيل چې پوره باور لرم چې په كال 2018م كښې به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت بيا جوړېږي٬ د اېن اے 71 څخه به عبېدالله شادي خېل بريالې كېږي٬ د پر??ختګ سفر به بيا پېل كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې م??ان??الي سره نزدې خېبرپښونخوا صوبه پېل كېږي چرته چې د بل ګوند حكومت دے خو د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف سره مقابله نه شي كېدے٬ نن په نورو صوبو كښې هم دا وئيل كېږي چې كاش مونږ ته هم د شهباز شريف پشان وزيراعلٰي په لاس راغلې وې۔ وزيراعظم ووئيل چې په جولائي كال 2018م كښې اولس ته پرېكړه كول دي٬ مسلم ليګ ﴿ن﴾ د شائستګې٬ خدمت او شرافت سياست كړے۔ وزيراعظم ووئيل چې په مارچ كښې د سېنېټ ټاكنې كېدونكې دي٬ د يو ګوند چې په صوبه كښې يو اېم پي اے هم نه وي٬ هلته ئې كانديد څنګه ټاكل كېدے شي٬ د دې يوه طريقه ده چې ووټ واخستل شي٬ مونږ ت?? د ??اسې سياست په ضد جهاد كول دي او چې كوم خلق ووټ په پېسو اخستلو سره سېنېټ ته راشي٬ هغه په ??اګه كول دي۔ هغه به اولسي عدالت ته وړاندې كوو۔ داسې خلق د پاكستان نمائندګي نه شي كولې كوم خلق چې په هارس ټرېډنګ كښې ككړ وي ٬ د هغوي مقابله كول زمونږ ذمه واري ده٬ مونږ ته داسې سياست ختمول دي۔ وزيراعظم ووئيل چې د اېګري ټېك ملازمين د پخواني وزيراعظم نواز شريف په خاص مهربانې بحال شوي دي٬ د بلې مياشتې نه به دې پر??ژې لپاره ګاز وركولې شي او دا به روانه شي۔ ده ووئيل چې كله زمونږ حكومت جوړ شو نو هغه وخت پاكستان 10 لكه ټنه سره درآمد كوله٬ په پاكستان كښې كارخانې بند وې٬ مونږ د سرو كارخانو ته ګاز وركړو او سږ كال پاكستان 6 لكه ټنه اضافي سره برآمد كړه۔ دا زمونږ او د تېر وخت د حكومتونو فرق دے٬ وزيراعظم ووئيل چې په غونډو كښې تورونه لګول كېږي خو مونږ په ??ا تور نه لګوو٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د برېښنا پر??ژو لپاره ګاز وغوښتلو٬ مونږ 100 مليونه كيوبك فټه ګاز وركړو خو څلور كاله وشول د يو مېګاواټ پر??ژه هم ونه لګول شوه۔ شهباز شريف د بهر په راتلونكي ګاز د 3600 مېګاواټه پر??ژې ولګولې٬ دا د ريكارډ خبرې دي۔ وزيراعظم ووئيل چې مسان انټرچېنج به ضرور جوړېږي٬ كلور انټرچېنج به هم جوړولې شي٬ په م??ان??الي كښې به مېډيكل كالج هم جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل چې د حكومت پاليسي ده چې په كومه سيمه كښې ګاز راوځي٬ هلته په پنځه كلوميټره سيمه كښې دې اوسېدونكو ته په سمدستي توګه ګاز وركړې شي۔ ده ووئيل چې دلته د پنجاب حكومت صنعتي زون جوړوي٬ دې سره ب?? د ??وزګار موقعې په لاس راشي۔ وزيراعظم ووئيل چې هغه ب?? د ??وبو سكيمونو د ملازمانو د تنخاګانو مسئلې حل كولو لپاره وزيراعلٰي سره خبرې وكړي۔ شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د پاكستان سباؤن په جمهوريت كښې دے٬ چې جمهوريت وي نو پاكستان به پر??ختګ وكړي٬ د دې نه علاوه كومه بله چاره نشته٬ اولس ته پرېكړه كول دي چې هغوي خدمت كوونكو ته ووټ وركوي يا يوازې دعوې كوونكو ته٬ د شرافت سياست كوونكو ته رائې وركوي يا د تورونو لګوونكو ټاكنه كوي۔ ده ووئيل چې هيله ده چې د اېن اے 71 اولس به هم پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ ته رائې وركړي۔ د دې څخه وزيراعظم د تحصيل عيسٰي خېل د يو لك 80 زرو نه زياتې آبادې لپاره د ګاز د پر??ژې پرانسته وكړه په كومه به چې دوه اربه 30 كروړه روپې لګښت راځي او 58 كلوميټره اوږد پائپ لائن به غزولې شي۔