اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ ??زارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د فنانس ډویژن پرمختيائي كارونو له په مجموعی توګه يو ارب 44 کروړه 98 لکھ روپو خخه زيات فنډز جاري کړے، حکومت د دې ډویژن پرمختيائي كارونو له 20 اربه 14 کروړه روپو څخه زيات فنډز ب??ل كړے۔ د پلاننګ کمېشن لخوا جاری شويو شميرو له مخې حکومت تھر پارکر كښې د 100 میګاوا?? پاور پلانټ لپاره 30کروړه، فنانس ډویژن كښې ادارہ جاتی اصلاحات لپاره يو کروړ، اسلام آباد كښې آډټ هاؤس كښې تعمیراتی کار لپاره 15کروړه، سی ډی اېن ایس پراجیکټ لپاره 7 کروړه 93 لکھ٬ پتوکی كښې فلائی اوور جوړولو له 25 کروړه ٬ ننکانه كښې د پلونو او سړکونو جوړولو لپاره 13 کروړه 73 لکھ٬ پھول نګر كښې پرمختيائي كارونو له 30 کروړه روپو پشمول بيل پرمختيائي كارونو له فنډز جاري کړے۔