اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د زيارت په ورځ د لارنس كالج ګهوړا ګلي مري د 157مې تاسيس ورځې په دستورو كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو كوم چې د ده مادرعلمي هم ده۔شاهد خاقان عباسي 42 كاله وړاندې د دې ځاې څخه زده كړ?? ترلاسه كړ?? وې او په دستوره كښې د ګډون كوونكو سره يې كالج سره د خپلو ښكلو يادونو تذكره وكړه۔دستوره كښې د پنجاب ګورنر محمد رفيق رجوانه هم ګډون وكړو۔لارنس كالج ګھوړا ګلي په 1860 كښې د سر هنري منيټګ مري لارنس په نوم جوړ شوې ؤ ۔په كالج كښې د اول جماعت نه تر انټرمېډېټ 650 طالبعلمان زده كړ?? كوي كوم كښې چې د كشمير٬ګلګت بلتستان او د فاټا پشمول د څلورو واړو صوبو طالبعلمان شامل دي۔د تاسيس ورځې دستورې پېل د تلاوت قرآن پاك څخه وشو۔د سكول طالبعلمانو مارچ پاس وكړو او وزيراعظم ته يې سلامي وړاندې كړه۔دستو??ې ته ??ه خپل خطاب كښې د كالج پرنسپل برګېډيئر(ر)مجاهد عالم ووئيل دستوره كښې د وزيرعظم ګډون زمونږ لپاره درناوې دے۔ده ووئيل د لارنس كالج دا اعزاز دے چې د هېواد موجوده وزيراعظم د دې پخوانې طالبعلم دے۔پرنسپل ووئيل لارنس كالج د معياري تعليم او تربيې وركولو له هڅې كوي او كالج د قامي پرمختګ او مشرتابه په رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كړ??۔ده ووئيل روان كال په مهال د كالج زده كوونكو د مېټرك او انټرمېډېټ په امتحانونو كښې 100 فيصده كاميابي ترلاسه كړ??۔احمد سهيل كوم چې د نهم جومات طالبعلم دے 98.64 فيصده لمب??ې ترلاسه كولو سره نوې رېكارډ جوړ كړ??۔ده ووئيل د انټرمېډېټ په امتحان كښې حسن محي الدين ګېلاني 98.3 فيصده لمب??ې ترلاسه كړي ۔پرنسپل ووئيل په لارنس كالج كښې د طالبعلمانو تعليم سره سره د دوي د ذهني تربيې هم خاص اهتمام كولې شي او لوبو ته هم خاص پام لرنه كولې شي