اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د افغانستان شخړې د سياسي هواري ب??پړ ملاټر كوي كوم چې د شخړې د ختمولو يوازنۍ او د عمل وړ لحل دے۔ وزيراعظم دا خبرې په وزيراعظم هاٶس كښې د ??مر??كې پخواني سفير كېمرون منټر سره ملاقات كښې كړې څوك چا چې د كال 2010 نه ??ر 2012 پاكستان كښې د ??مر??كې سفير پاتې شوې۔ وزیراعظم ووئيل د موجوده حكومت اقتصادي اېجنډا عملي كول لپاره منطقه كښې امن او د سلامتيا ماحول ضروري دے۔ د كېمرون منټر هركلي كولو سره وزیراعظم شريكې ګټې او په باور آډانه د پاكستان او ??مر??كې قوي اړيكو له د اهميت پخلې وكړو۔ وزیراعظم پخواني سفير ته د سماجي او اقتصادي پرمختګ او د وسائلو د سپېځلي وېش د لارې د پاكستانو وګړو په ژوند كښې د غوره بدلون راوستلو په لړ كښې د خپل حكومت ترجيحاتو په حثله ووئېل۔ كېمرون منټر په تېر وخت كښې پاكستان كښې خپله سفارتي موده په كېريئر كښې د ذكر وړ تجربه وګرځوله۔ ده وزيراعظم ته ووئيل د پخواني سفير او د اوسني اېسټ وېسټ انسټي ټيوټ د تهېنك ټېك صدر په حېث زه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو ملاتړ او تلقين كوم۔ ده ووئيل پاكستان منطقه او د ??مر??كې د قامي سلامتيا هدفونو په اړه مهم هېواد دے