اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد په ??پا??ښتنه به د دسمبر د 23مې نېټې څخه رحمان بابا ايكسپرېس د پې??ور نه سهار په لس بجې كراچۍ ته روانېږي۔په دې رېل ګاډي كښې به 9 اكانومي كلاس كوچېز٬بريك وين او يو پاور پلانټ شامل وي۔دا ګاډې به د نوښار٬اټك سټي٬پېنډۍ٬وزيرآباد٬فېصل آبا??٬ ټوبه ټېك سنګ٬ملتان٬ بهاولپور٬رحيم يار خان٬روهړي٬نواب شاه٬حېدرآباد٬لانډي او د ډرګ روډ د سټاف نه بله ورځ د غرمې په 12 بجې 30 دقيقې د كراچۍ كينټ ته رسيږي ۔دا رېل ګاډې به د كراچۍ كينټ نه هم سهار په لس بجې روانېږي او بل ورځ به د غرمې په 12 بجې 20 دقيقې پې??ور كينټ ته رسيږي ۔د اولس آسانې تر مخه به د دسمبر په 23مه نېټه په رحمان بابا ايكسپرېس كښې د سفر كوونكو ټكټ نيم وي