اسلام آباد ۔23اکتوبر (اے پی پی) د آزاد جمو كشمير اولس ??شر سردار مسعود خان د نهې په ورځ د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي سره ملاقات كړے او هغه ئې د مقبوضه كشمير د تازه وضعې او دغلته د هندي ځواكونو لخوا د روان زور ظلم او زياتي نه خبر ك??ے۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې اولس ??شر سردار مسعود خان ووئيل د ابلاغ ذريعو په فعاله توګه كارولو سره د كشمير مسئلې رامخې ته كولو او په كشمير ك??ې د هندي ځواكونو د لاسه د بشري حقونو سخته ??لا?? ورزي په نړيواله كچھ رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ اولس ??شر سردار مسعود خان د پاكستان حكومت او اولس لخوا د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق غېر مشروط ملاتړ ستائلو سره هيله ولرله چې د پاكستان حكومت او اولس به د كشميري اولس د جائزو او منصفانه هلو ځلو ملاتړ روان ساتي۔ اولس ??شر دوهم وزير ته د آزاد كشمير دورې كولو او د رياست په بېلو پوهنتونونو كښې طالبعلمانو او طالباتو ته د خطاب كولو بلنه وركړه دغسې چې د هېواد په ودانۍ او پرمختګ كښې نوې كول متحرك كړې شي او د سم لوري پلو د تللو لارښودنه ترلاسه كړي۔ دواړه لارښود دې ته هم صلا شول چې په معاشي او سياسي توګه مضبوط پاكستان د كشمير آزادۍ تحريك له د كاميابۍ ضمانت وركوي۔ له دې كبله زمونږ ذمه واري ده چې پاكستان كښې استتحكام پېدا كولو له خپل كردار ترسره كړو۔ په خپل يو خصوصي بيان كښې سردار مسعود خان پلوامه كښې د هندي ځواكونو د لاسه د يوې اميدوارې مېرمنې په بې دړدۍ سره د وژنې او په كلګام كښې د لس بې ګناه كشميري زلمو د شهادت پېښې په سختو ټكو غندنه وكړه۔ اولس ??شر مسعود ووئيل كشميري اولس له د خپلواكۍ حق غوښتلو سزا وركولې شي د كومې وعده چې د سلامتي كونسل د قراردادونو د لارې هغ??ي سره شوې ۔ ده غوښتنه وكړه چې د بشري حقونو په ضد روانه ??لا?? ورزي دې په سمدستي توګه بنده كړې شي او د كشميري قيادت په شمول د زرګونو په شمېر حريت خوښي كارمندان دې خوشې كړې شي۔ اولس ??شر د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انټینیو ګوټیرېس، سلامتی کونسل او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې مقبوضه كشمير ك??ې د بشري حقونو له مينځھ وړلو نوټس واخلي۔