کراچۍ ۔ 20 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي آخري ځل آئي اېم اېف ??لو روان يؤ۔ مونږ كله هم دا ادعا نه ده كړې چې آئي اېم اېف ته به نه ځو۔ د سرمايه كارو باور بحالولو له به سپېځلتيا راولو۔ په راروانو 7 ٬ 8 مياشتو كښې به د ډالر په ق??مت كښې تر 26 ٬ 27 فيصد كمي اوش??۔ په كاروبار كښې ګټه تاوان راځ??۔ پاكستان اسټاك اېكسچېنج له به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ كراچۍ كښې د پاكستان اسټاك ماركيټ دورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د اسټاک مارکیټ مشران په زړه پورې كار كوي او اسټاك ماركيټ په غوره ډول وده كوي۔ ده ووئيل په ميډيا د اسټاك ماركيټ صورتحال ډېره ناوړه ر??مخ?? ته كېږي ولې داسې نه ده۔ اسد عمر ووئيل په پاكستان كښې كاروبار كول ګران شوي د??۔ په ماركيټ كښې سرمايه كاري كه د ټېكسېشن دلاسه كمه ده نو بايد ټھيك كړې شي او مونږ له به د سرمايه كارۍ چاپېرچل په مجموعي توګه ښه كول وي۔ وفاقي ويزر ووئيل كرڼت اكاؤنټ خساره 2 نيمه اربه ډالره څخه زياتېدو سره 18 ارب ډالر ته رسېدلې ده۔ په تندۍ سره ديواليه كېدو ته روان وو۔ كرنټ اكاؤنټ خسارې او بهرنيو ادائيګو سره پاكستان 27 ارب ډالرو ته اړتيا لرله۔ مانيټري او مالياتي ګامونو سره مو خساره كمه كړه خو روان كال پاكستان ته 9 اربه ډالره بهرنۍ ادائيګۍ كول دي۔ ده ووئيل پاكستان دې نه وړاندې 18 وارې د آئي اېم اېف ??روګرام ته تلې دې۔ ولې دا آخري پروګرام دے۔