اسلام آب??د 08 اکتوبر (اے پي پي) د تعليم او وظيف?? اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي ??ي د اكتوبر د 8مې نېټې ورځ مونږ ته د آفتونو په ضد په غوره ډول د چمتو پاتې كېدو لپاره د خوارې كولو يارګېرنه كوي٬ پاكستان نېغ په نېغه د موسمياتو بدلون څخه په اغېز مند شوو هېوادونو كښې شامل دے٬ د تعليم وزارت به پاكستان سېفټي سكول فرېم ورك پروژې لپاره بشپړه مرسته كوي٬ د قدرتي آفتونو څخه خبرتيا لپاره به مېډيا ته كردار ترسره كول وي۔ د?? دا خبرې د قدرتي آفتونو د ځپليو په ياد كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ د?? ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد يوازې د قدرتي آفتونو ځپليو يادول نه بلكې كومو خلقو چې د ځپليو مرسته كړې٬ هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كول هم دي۔ د?? د اېن ډي اېم لخوا 8م اكتوبر ته د قامي بحالې ورځې په نوم وركولو ستائنه وكړه۔