اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) ۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ??و دوهم سپيكر قاسم خان سوري اولس ته د محرم الحرام په مهال د امن او امان اقداماتو كاميابې لپاره د مرستې كولو خواست كړے او وئيلي ئې دي چې اسلام د امن٬ محبت او برداشت دين دے كوم چې د فرقه و??ريت٬ انتهاخوښې او تعصب نفي كوي۔ د شورو په و??ځ جاري شوي بيان كښې دوي ووئيل چې علما كرا?? او مذهبي سكالران دې د بېلا بېلو مسلكونو ??و د مسلمانو ترمېنځه همغږي پېدا كولو لپاره خپل كردار ترسره كړي او بايد دوي د اسلام ريښتينې پېغام خپور كړي۔ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ووئيل چې پ?? هېواد كښې د ترهګرې خاتمې ??و د فرقه پرستې مقابلې لپاره هم خپل اختلافات هېرولو سره د يوې جامع حكمت عملې خپلولو ضرورت دے۔ بايد مونږ د محرم الحرام په حقيقي روح عمل وكړو كوم چې د ايثار٬ قربانې او برداشت درس وركوي۔ بايد د محرم په مهال مونږ د هر ډول تعصب او فرقه بازې نه ځان وساتو۔