پېنډې 21 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ترهګرې ځپليو نړيوالې ورځې په موقع ترهګرې ځپليو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې ترهګري ??وه نړيواله مسئله ده او ?? دې مخ نيوي لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔ د نهې په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې آئي اېس پي آر لخوا جاري ش??ي بيان له مخې د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې ترهګري ??وه نړيواله مسئله ده او ?? دې مخ نيوي لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې پاكستان د څه مودې نه په خاص توګه د تېرو دوه لسيزو په مهال ترهګرې سره مخ شوے۔ ده ووئيل چې پاكستاني قوم او ?? دې وسله والو ځواكونو د ترهګرې په مړانه مقابله كړې او ?? دې چېلنج په وړاندې كاميابې سره ودرېدلې او ?? دې په ضد ئې په موثره توګه كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چې مونږ هغه ټولو امنيتي ځواكونو كومو چې د ترهګرې په ضد په مړانه مبارزه كړې پشمول د ترهګرې ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ ده ووئيل چې زمونږ اجتماعي عزم به هغو ټ??لو قوتونو ته ماتې وركوي كومو چې مونږ د تيارې په پلو د راكښلو هڅه كړې خو مونږ په خپل قومي مقاومت او ??زم سره دوي ناكام كړي۔ د پاك پوځ مشر ووئيل چې مونږ د ترهګرې٬ كه هغه په هر شكل كښې وي٬ سخته غندنه كوو او ??من راوستلو لپاره د امن د ټولو قوتونو بشپړ ملاتړ كوو۔