اسلام آباد 14 اګست (اے پي پي) د آزاد?? د 71مې ورځې په موقع په كراچې كښې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح په مزار د ګارډ د بد??ون دستوره وشوه۔ د شخصي ټي وي چېنل له مخې د نهې په سهار په كراچې كښې د قائد په مزار د ګارډ د بد??ون دستوره وشوه۔ دستوره د كلام پاك تلاوت او فاتحه خوانې سره پېل شوه۔ په دې موقع د پاكستان نېول اكېډمې كېډټس سلامي وړاندې كولو سره د ا??زازي ګارډ فرائض سنبال كړل۔ د كېډټس يوه ډله په 48 ځوانانو او دويمه ډله د پاك بحريه د بېلا بېلو يونټو څخه په ټاكل شويو غوره سېلرز شامله ده۔ د دستورې خاص م??لم?? د نېول اكېډمې كمانډنټ كمانډر وقار محمد و۔ ده په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او هلته ئې د م??لم??و په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔