اسل??م آباد 09 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف مشر نعيم الحق وئېلي دي تحريك انصاف په مركز٬پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د حكومت جوړولو لپ??ره تيار دے٬ډېر زر به د پنجاب وزيراعلٰی نامه وړاندې كړې شي٬په كومه هم حلقه كښې كه چا سره زياتې شوې٬احتجاج كول او قانوني ل??ره خپلول د هغوي حق دے۔د زيارت په ورځ اسل??م آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د كومو كانديدانو نوټيفكېشن چې د بېلو وجوهاتو په سوب نه دې جاري شوې بايد الېكشن كمېشن دا پړاؤ زر ترسره كړي ??غسې چې د حكومت جوړولو كار بشپړ كړې شي۔ ده ??وئ??ل اولس مشر ته هم خواست كوو چې هغه د اګست 16مې نېټې بهرني هېواد دوره يوې ورځې لپ??ره موخر كړي ??غسې چې عمران خان د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړي ٬ ده ??وئ??ل دا ځكه هم ضروري ده چې د اګست 14مه نېټھ عامه رخصتي ده ۔ده ووئيل تحريك انصاف په مركز٬پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د حكومت جوړولو لپ??ره تيار دې۔نعيم الحق ??وئ??ل د پنجاب وزيراعلٰی او مركزي كابينې نامې به هم په دې مهال راوړاندې شي۔ده ووئيل حلقې پرانستل او پلټنې كول زمونږ نه بلكې د الېكشن كمېشن كار دې٬مونږ ګڼو چې چرته هم په كومه حلقه كښې چا سره زياتې شوې وي٬احتجاج كول او قانوني ل??ره خپلول د هغوي حق دې٬ځكه مونږ 126 ورځې احتجاج كړې وو۔ده ووئيل د الېكشن كمېشن قواعد ډېر پخواني دي٬په دې كښې ډېرې كمزورۍ شته٬د دغې بدلولو ته اړتيا ده۔