اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په خېبر پ??تو??خوا او بل??چستان كښې د ترهګرې د اوسنيو پېښو سخته غندنه كولو سره هدايت كړے چې د انتخابي كانديدانو ٬ د سياسي لاريونونو او په غونډو كښې د ګډون كوونكو حفاظت باوري كولو لپاره دې ټول امنيتي اقدامات او هر ډول حفاظتي انتظامات باوري كړے شي۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په مشرې كښې د امن او امان د صورتحال جاج اخستلو لپاره د ګوئټه په ګورنر هاؤس كښې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د بل??چستان ګورنر محمد خان اچكزي٬ د بل??چستان وزيرا??لٰ?? علاؤالدين مري٬ بل??چستان د كورنيو چارو وزير آغا عمر بنګلزئي٬ د كورنيو چارو سېكتر يوسف نسيم كهوكهر٬ د سدرن كمانډ كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه٬ د بل??چستان چيف سېكتر ډاكټر اختر نذير٬ د بل??چستان د كورنيو چارو سېكتر حېدر علي كهوكهر٬ د بل??چستان نارتھـ اېف سي آئي جي مېجر جنرال نديم انجم٬ د بل??چستان د ساوتھـ اېف سي آئي جي سردار طارق امان٬ د بل??چستان د پوليسو انسپكټر جنرل محسن حسن بټ او نورو سول او پوځي ا??لٰ?? چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د امن او امان د صورتحال د مستونګ پېښې په تناظر كښې په خاص توګه جاج واخستل شو د بل??چستان چيف سېكتر د مستونګ چاودنې په اړه د غونډې ګډون كوونكو ته بريفنګ وركړو او ګډون كوونكي ئې د ټاكنو د انتظاماتو په اړه خبر كړل۔ وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصرالملك په خېبر پ??تو??خوا او بل??چستان كښې د ترهګرې د اوسنيو پېښو سخته غندنه كولو سره هدايت وكړو چې د انتخابي كانديدانو ٬ د سياسي لاريونونو او په غونډو كښې د ګډون كوونكو حفاظت باوري كولو لپاره دې ټول امنيتي اقدامات او هر ډول حفاظتي انتظامات باوري كړے شي۔ وزيراعظم د مستونګ پېښې نه پس په وخت د ژوبل شويو په مرسته كولو او منتقل كولو د وسله والو ځواكونو او د سول انتظاميې هڅې وستائيلې۔ د دې څخه وړاندې وزيراعظم په ساراوان هاؤس كوئټه كښې د شهيد سراج رئيساني كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ وزيراعظم د كوئټه د سي اېم اېچ دوره هم وكړه او ژوبل شويو عيادت ئې وكړو او د دوي زر روغتيا لپاره ئې دعا وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن٬ د بل??چستان وزيرا??لٰ??٬ د وفاقي وزيره روشن خورشيد بروچه هم وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم د بل??چستان ګورنر محمد خان اچكزي او د بل??چستان وزيرا??لٰ?? علاؤالدين مري سره هم ملاقات وكړو۔