اسلام آباد 12جولائی (اے پي پي) پا??ستان يوځل بيا د دې عزم پخلې كړې كشمير د پا??ستان د خارجه پا??ېسۍ مهمه ستن ده٬د كشمير په اړه د پا??ستان په پا??ېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې٬پاكستان به د خپلواكۍ حق لپاره هلو ځلو كښې د كشميري اولس سياسي٬سفارتي او اخ??اق?? ملاتړ روان ساتي٬د هند د اړخه په بليك ماركيټ كښې يورنيم خرڅول د تشويش وړ او سنجيده معامله ده٬دافغان شخړې پوځي حل ممكن نه دے٬په افغانستان كښې روغې جوړې له د ټ??لو هڅو ملاتړ كوو٬طالبان خبرو اترو ته كېښنول د ټ??لو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره د خارجه دفتر وياند ووئيل د كشمير په اړه زمونږ خارجه پا??ېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې٬كشمير زمونږ د خارجه پا??ېسۍ مهمه ستن ده۔وياند ووئيل كشميري اولس د 1947 راهسې په مړانه د هندي ظلمونو مقابله كوي۔ده ووئيل د جولائي په اتمه نېټھ د برهان واني د شهادت دوه كاله پوره شوي او په دې دوو كلونو كښې پھ كشميريانو هندي ظلمونو كښې كم نه دې راغلې٬نړيواله ورورولي دې د هندي ظلمونو نوټس واخلي۔د افغانستان په اړه د يو?? پوښتنې په ځواب ده ووئيل پا??ستان په دې خبره باور لري چې د افغان شخړې كوم پوځي هوارے ممكن نه دے٬يوازې د افغانستان حكومت او اولس په مشرۍ كښې په افغانستان كښې پوخ امن راتللې شي۔وياند ووئيل طالبان خبرو اترو ل?? راوستل د امريكې پشمول د ټ??لو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔د يو?? بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند د اړخه په بليك ماركيټ كښې يورنيم خرڅول د تشويش وړ او سنجيده معامله ده