اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د پاكستان تح??يك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په خېبرپښتونخوا كښې په نګران سېټ اپ ??ون?? تحفظات لرو٬چرته چې نګران سېټ اپ د غېر جانبدارۍ څرګندونه نه كوي ??ون?? به خپل غږ ضرور پورته كوو٬بلاول ماشوم دے٬په پروټوكول كښې ځي او پھ شا يې د زرداري طاقت دے۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو ټي وي چينل په پروګرام كښې وكړې۔ده ووئيل د كال 2013م په ټول ټاكنو كښې ز??ون?? سوچ هم نه و چې درغلي به وشي ځكه ??ې پخواني ستر قاضي افتخار چوه??ري لپاره يو پوره تح??يك چلېدلې ؤ او ??ون?? ټولو آزادې عدليې لپاره هلې ځلې كړې وې تر دې چې ما 8 ورځې په زندان كښې هم تېرې كړی وي ٬ ده ووئېل ??ون?? ته دا معلومه نه وه چې د هغه وخت ستر قاضي افتخار چوه??ري په انتخابي درغلۍ كښې پوره ككړ وو او چې چا ته نګران حكومت ترلاسه شو هغوي هم پنكچرې ولګولې ځكه چې د ټولې انتظاميې پشمول ټول پولنګ سټاف د دوي سره وو او د هغه وخت د ټاكنو كميسون هم ٬ ده ووئېل په هغه ټاكنو او دې ټاكنو كښې د زمكې او آسمان فرق دے۔ده ووئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس مې هم دا خبره كوله چې ټول ګوندونه وائي په ټاكنو كښې درغلي شوې نو بايد پلټنې وشي او دا پلټنې دې لپاره هم بايد وشي ??ې په راتلونكو ټول ټاكنو كښې درغلي ونه شي ۔۔ده ووئيل زه هيله لرم چې د جولائي 25مې نېټې نه پس به ز??ون?? هېواد يو موقع ترلاسه كړي چې خپله لاره به بدله كړي او هغه هېواد به جوړ شي كوم چې بايد ډېر وړاندې جوړ شوے ؤ۔