اسلام آباد 30مئي (اے پي پي) د پاكستان موجوده قامي اسمبلي به د خپلې آئيني مودې تر سره كولو نه پس(نن)د زيارت په شپه تحليل شي۔په موجوده قامي اسمبلۍ كښې مسلم ليګ(ن)د اكثريتي ګوند په توګه د 2013 ټول ټاكنو نه پس حكومت جوړ كړ?? ؤ خو يو كال پس د تحريك انصاف او پاكستان عوامي تحريك د اړخه د پارلمان په خوا كښې 126 ورځې دهرنا وكړی شوه چې پكښې ټولو حكومتي چارو ته زيان رسېدلې خو جمهوري حكومتونو په دې موقع په بشپړه كردار ترسره كول دغه دهرنا ناكامه كړ?? وه۔موجوده قامي اسمبلۍ كښې د هېواد 3 ځله ټاكلې وزيراعظم نواز شريف د نااهلۍ پريكړی سره هم مخ شوې ؤ ۔موجوده قامي اسمبلۍ دوه وارې د ايوان مشر ټاكلې۔موجوده اسمبلۍ 189 رېكارډ قانونونه منظور كړي٬ 124 حكومتي بلونه ايوان ته وړاندې كړ?? شوي د??سې 204 پرائيوېټ ممب?? بل ايوان كښې معرفي كړ?? شوې۔د پنځو كلونو په مهال 40 ??رډ??ننس ايوان ته وړاندې كړ?? شوي د??سې 8 بېل بلونه د پارلمان شريكې غونډې څخه منظور كړ?? شوي۔د قامي اسمبلۍ 56 مجموعي غونډې شوي۔موجوده قامي اسمبلۍ فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو تاريخي 31م بدلون هم منظور كړ??۔موجوده اسمبلۍ ته دا اعزاز ترلاسه دے چې په پنځه كاله كښې 6 بجټ وړاندې كړي٬سره د ټولو بحرانونو د سياسي بصيرت سره موجوده قامي اسمبلۍ خپله موده تر سره كړه