اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د ف??ټا اصلاحاتو معامله ډېره پيچلې ??ه٬د سرتاج عزيز پھ مشرۍ كښې د ف??ټا اصلاحاتو عملدرآمد لپاره يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې د ټولو سټېك هولډرز سره ملاقاتونه او مشاورت كړی ؤ ٬حكومت او مخالفې ډلې ??م په دې لړ كښې ډېره خواري كړی٬مونږ به چې كله هم د ف??ټا اصلاحاتو په حق??ه مخ په وړاندې تللوو نو خنډان او مسائل به رامخې ته كېدل خو نن مونږ د دغې بل د اسمبلۍ نه په منظورولو كښې بريالي شوي يو٬د مسلم ليګ(ن)د مشر محمد نواز شريف د وړومبۍ ورځې نه دا پالېسي وه چې مونږ د خپل هېواد خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو اجازه نه شو وركولې٬د محمد نواز شريف د مركې څخه غلطه نتيجه اخستلې شوې٬څه چې پھ ورځپاڼه كښې شائع شوي هغه ناسمه رپورټنګ ؤ ٬د لند مهاله وزيراعظم په حق??ه كه نن كومه پريكړه ونه شوه نو معامله به پارلماني كمېټۍ ته لېږلې شي٬د 28مې جولائي د عدالتي پريكړی نه پس وئېل كېدل چې حكومت به خپله موده نه ترسره كوي٬د سېنېټ ټاكنې به نه كېږي خو حكومت خپله موده هم ترسره كوي او د سېنېټ ټاكنې هم شوي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ يو شخصي ټي وي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د ف??ټا اصلاحاتو په حق??ه د ف??ټا ټولو غړو سره مشاورت شوې٬د اسمبلۍ دننه په 11 كښې 9 غړو د بل مرسته كوله او د ووټنګ په وخت د ف??ټا غړي د خپل سياسي سباؤن په اړه اسمبلۍ كښې موجود نه وو او څو په ووټنګ كښې برخه وانخسته۔ده ووئيل د ف??ټا اصلاحاتو په بل اتفاق پېدا كولو په حق??ه داسې داسې مسائل رامخې ته شوي كوم چې زمونږ په سوچ كښې هم نه وو۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل چوهدري نثار علي زمونږ زوړ ملګرے دے د هغه سره اختلاف رائے كېدې شي خو جنګ نه۔د اولې ??رځې نه وائيم چوهدري نثار علي چرته هم نه ځي زمون?? پھ ګوند كښې 30 كاله وشول اوس كوم بل ګوند ته د تللو په ځاې خپل كور ته تلل به ښه ګڼو۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د مېډيا سره د خپلو خبرو په حق??ه ووئيل دا زما پريكړه وه چې زما خبرې په ټي وي نيغ په نيغ ونه ښودلې شي۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)د مشر نواز شريف د وړومبۍ ورځې نه دا پالېسي وه چې مونږ به د خپل هېواد خاوره د كوم بل هېواد په ضد كارولو له ورنه كړو۔د نواز شريف د مركې غلطه نتيجه ااخستې شوې څه چې په ورځپاڼه ګښې شائع شوي هغه ناسمه رپورټنګ ؤ۔د لنډ مهاله وزيراعظم د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه نن تر جمعې ورځې پھ كومه نامه سلا رانغله نو معامله به پارلماني كمېټۍ ته لېږلې شي٬مونږ درې نومونه وركړي وو او مخالفې ډلې ??م درې نمونه راكړي وو خو په دغه نومونو اتفاق رانغلو اوس به پھ كومه بله نامه غور كوو۔ده ووئيل پھ ټي وي ټاك شو كښې د لنډ مهاله وزيراعظم په حق??ه څه نومونه داسې راغلي كوم چې زمونږ په مشاورت كښې شامل نه وو۔ده ووئيل مونږ د لنډ مهاله وزيراعظم پريكړه كوو او د لند مهاله كابينې پھ حق??ه به لنډ مهاله وزيراعظم پريكړه كوي۔د پروېز مشرف په حق??ه وزيراعظم ووئيل پروېز مشرف د عدالت په ا??ر بهر تللې٬د چوهدري نثار علي خان په دغه لړ كښې هېڅ كردار نه ؤ۔د پروېز مشرف د بېرته راوستلو په حق??ه وزيراعظم ووئيل پھ دې لړ كښې چې عدالت څه هم حكم كوي په هغې به عمل كولې شي۔د اصغر خان كيس په حق??ه د وزيراعظم وېنا وه دا ډېره زاړه معامله ده٬په دې چا پیشرفت نه دې كړې خو په راروانه وفاقي كابينه كښې په دې بحث كېدې شي۔وزيراعظم ووئيل د داسې ټولو معاملاتو حل كولو لپاره به به ټرته كمېشن جوړولې شي چې پكښې به مونږ د سباؤن په حق??ه معامله تعينوو٬په ډېرو هېوادونو كښې دغسې لاره خپله كړی شوې۔د برېښنا لوډشېډنګ په حق??ه وزيراعظم ووئيل په دې مياشت كښې د دوه نيم زره مېګاواټ شارټ فال سره مخ يو د كومې سبب چې د اوبو كمې دے۔ده ووئيل دا به ټولو له تسليمول وي چې د اوبو مسئله زمونږ لپاره ډېره مهمه ده٬څومره اوبه چې ضائع كېږي كه دغه نيمې هم وساتلې شي نو ډېر مسائل به حل شي