اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾۔ د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې٬ پرمختګ ??و اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د چين او پاكستان د اقتصادي لارې پروژه ﴿سي پېك﴾ په تندې سره ترسره كېږي٬ د پروژې ترسره كېدو سره به د چين او پاكستان دوه اړخيزه اړيكې لوړې كچې ته ورسي٬ د درې پړاؤون?? د ??ي پېك پروژې لګښت 62 اربه ډالر دے٬ سي پېك به د پاكستان د بنيادي ودانې پرمختګ ??ره سره د معيشت په استحكام كښې مرستياله پروژه ثابته شي٬ د سي پېك زر ترسره كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ په سي پېك پروژه تبصره كولو سره وفاقي وزير وئيلي دي چې د دې پروژې درې پړاوو??ه دي٬ په وړومبي پړاؤ كښې به د اوبو٬ كوئلې او تهر مل څخه د برېښنا پېدا كولو سره سره د لويو لارو او سړك??نو جال خپرولې شي٬ دويم پړاؤ به په مارچ كال 2018م كښې پېل شي او په دې پړاؤ كښې به د اېم اېل ون پروژې له مخې د پېښور نه تر كراچې د پېنډې٬ جهلم٬ ګوجرانواله٬ بهاولپور٬ روهړي٬ حېدر آباد په لار 18 سوه كلوميټره اوږد رېلوے ټرېك اپ ګرېډ كولې شي٬ دې سره به ګاډي هم اپ ګرېډ كولې شي او د ګاډو رفتار به 170 كلوميټر په يو ساعت كښې شي۔ د دريم پړاؤ په مهال د صنعتي څانګې پرمختګ ??ره به پاكستان د نړۍ د صنعتي هېواد په صف كښې شامل شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې په سي پېك د عمل درآمد رفتار د اطمينان وړ دے۔ ده ووئيل چې د سې پېك ترسره كېدو سره به نه يوازې قومي معيشت وده وكړي بلكې د دې به په ټوله منطقه مثبت آغېز وشي۔ ده ووئيل چې د سي پېك د لوېديز روټ له مخې په ټول هېواد كښې د نړيوال معيار موټروېز او اېكسپرېس وېز جوړولې شي ا?? د ??ي پېك د هكله- ډي آئي خان سېكشن به د روان كار تر پاې ترسره شي۔ ده ووئيل چې د سي پېك پروژې ترسره كېدو سره به د ګوادر نه تر ګلګت بلتستان ا?? د ??زاد كشمير پشمول په ټول هېواد كښې د پرمختګ ??و خوشحالې نوې دور پېل شي۔