اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په يوه ورځنې دوره كراچې ته لاړو۔ وزيراعظم به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د لياري اېكسپرېس ??ے پروژې د نارتھ بند كرېج ??ے پرانسته كوي۔ دا پرژوه د اوږدې مودې څخه ځنډ سره مخ وه۔ د پرانستې نه پس به د لياري اېكسپرېس ??ے پروژه په مكمل توګه فعاله شي۔ د پروژې د رېمپس پشمول ټول اوږدوالې 38 كلوميټره دے په كومه چې 10 اربه روپې اخراجات راغلي دي۔ په دې كښې د سهراب ګوټ٬ منګهو پير٬ سرشاه سليمان او د ماړي پور پشمول څلور انټرچېنجز شامل دي۔ د?? سره سره 20 لوي پلونه هم د پروژې برخه دي۔ دا پروژه په ښار كښې د زياتېدونكي ټرافيك فشار كمولو لپا??ه ډېره مهمه ده۔ د كراچې بندر او سپر هائي وے ﴿اېم ن9﴾ څخه راتلونكې ټرافيك به په ښار كښې د ??اخ??ېدو نه بغېر خپل منزل ته رسېدو لپاره اېكسپرېس وے كاروي۔ پروژې سره به درياب سره سره د سېلابي زيان مخ نيوې هم وشي او دې سره به په ټوله سيمه كښې د ماحولياتي تحفظ په باوري كولو كښې هم مرسته وشي۔